عاصم منیر تهران ته ځي

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر ایران ته د سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د خبرو د دوام او د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب پر موضوعات بحث کوي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې نوموړی نن (پنجشنبه، د غویي ۳۱مه) تهران ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دوهم ځل تهران ته تللی و او هلته یې د ایران له ولسمشر او د کورنیو چارو له وزیر سره لیدنې او خبرې کړې وې.

