لوګر کې له ۵۰ مستحقو سوالګرو سره نغدي مرسته شوې

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویلي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې له ۵۰ تنو اړمنو او مستحقو سوالګرو سره نغدي مرسته شوې ده.
د یادې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په وینا، هر مستحق سوالګر ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالله نور خادم ویلي، دغه مرسته د بېوزلو او اړمنو خلکو د ملاتړ، د سوالګرۍ د کچې د راکمولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوې ده.
د اسلامي امارت مسؤلینو ټینګار کړی چې د سوالګرو د تنظیم او ملاتړ بهیر دوام لري او له مستحقو کورنیو سره به د شفاف میکانېزم له مخې مرستې روانې وساتل شي.

