یوناما: د بشري حقونو درناوی زموږ مهمه دنده ده

یوناما ویلي، په افغانستان کې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته درناوی د دغه سازمان د فعالیتونو اساسي او مهمه برخه جوړوي.

یوناما په خپل تازه پیغام کې ویلي، د بشري حقونو څانګه یې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ دفتر استازیتوب هم کوي، په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت د څار، ارزونې، راپور ورکولو او ملاتړ مسؤلیت پر غاړه لري.

د یاد سازمان په وینا، دغه چارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ټاکل شوي ماموریت سره سم ترسره کېږي، څو په افغانستان کې د خلکو اساسي حقونو، انساني کرامت او عدالت ته د لاسرسي وضعیت وڅارل شي.

یوناما ټینګار کړی چې د بشري حقونو خوندیتوب د ټولنې د ثبات، عدالت او دوامدار پرمختګ لپاره مهم اصل ګڼل کېږي او په همدې موخه هڅه کوي چې د بشري حقونو اړوند ستونزې ثبت او له اړوندو لورو سره شریکې کړي.

دغه سازمان همداراز ویلي، افغانستان د څو لسیزو جګړو او بشري ستونزو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ پاتې شوی، او د خلکو د حقونو ساتنه، ټولنیز عدالت او بشري ملاتړ لا هم جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا