له ۱.۵ میلیونو ډېر حاجیان د حج مناسکو لپاره منا ته رسېدلي

له نړۍ بېلابېلو هېوادونو څخه څه باندې ۱.۵ میلیونه حاجیان د حج مراسمو د ادا کولو لپاره منا ته رسېدلي دي.
حاجیان نن د مکې مکرمې له بېلابېلو لارو، تونلونو او پلونو څخه تر تېرېدو وروسته منا ته داخل شول او ټاکل شوې سبا د عرفات ستر مراسم ترسره کړي.
منا، چې د مکې مکرمې او مزدلفې ترمنځ پرته سیمه ده، له مسجد الحرام څخه شاوخوا اووه کیلومتره واټن لري او حاجیان د ذیالحجې اتمه ورځ هلته تېروي.
بل لور ته، د سعودي عربستان د هوا پېژندنې اداره د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د تودوخې درجه ښايي تر ۴۷ سانتيګرادو لوړه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال ۳۰ زره افغان حاجیان د آریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر د ۹۷ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

