غزني کې له ۴۵ کلنې شخصي بند څخه ښځه ژغورل شوې

د غزني د امربالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست خبر ورکړی چې محتسبینو یې په اندړو ولسوالۍ کې یوه ښځه له شخصي بند څخه ژغورلې ده، چې د خپلې کورنۍ له لوري شاوخوا ۴۵ کاله ساتل شوې وه.

د یاد ریاست مسوولین وایي، دغه مېرمن په ډېر خراب روغتیايي حالت کې موندل شوې او د درملنې لپاره به ملکي روغتون ته ولېږدول شي.

د خبرپاڼې له مخې، د پېښې په تړاو د مېرمنې خاوند نیول شوی او د قانوني څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

سرچینه زیاتوي چې یاد ریاست تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت او د زیانمنو ښځو د ژغورنې اقدامات کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا