پکتیا کې نوې سیاحتي او تفریحي سیمه پېژندل شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چې د اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د «بهلول دانا» په نوم نوې تاریخي او تفریحي سیمه د سیلانیانو لپاره تشخیص او پېژندل شوې ده.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض‌الله جوهري په مشرۍ یو پلاوي له دې سیمې لیدنه کړې او ویلي یې دي چې «بهلول دانا» د خپلو شنو غرونو، ښکلو طبیعي منظرو او ارام چاپېریال له امله د سیلانیانو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

بل لور ته د پکتیا د اطلاعاتو آمر وایي، په وروستیو کې دې ولایت ته د کورنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او د نویو تفریحي سیمو په پېژندلو سره به د ګرځندوی سکتور لا پراختیا ومومي.

پکتیا د خپل یخ اقلیم، غرنیو سیمو او طبیعي ښکلاوو له امله هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ځان ته راجلبوي، چې دا چاره د سیمې د اقتصادي او فرهنګي ودې لپاره هم مهمه بلل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا