کرزي یو ځل بیا د نجونو زده کړو بیا پیل غوښتنه کړې

حامد کرزی د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د بیا پیل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ښځو او روزل شوو کدرونو ته باید د کار زمینه برابره شي.
نوموړي د هېواد راتلونکی له زده کړو، پوهې او مسلکي مهارتونو سره تړلی بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان پرمختګ د تعلیمیافته نسل او متخصصو کدرونو په مټ تضمینېدای شي.
ښاغلي کرزي همداراز د وروستیو ورښتونو له امله د اوبو پر زیاتوالي خوښي څرګنده کړې، خو په بېلابېلو سیمو کې یې د سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
پخواني ولسمشر هغو کورنیو سره هم غمشریکي څرګنده کړې چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې زیانمنې شوې دي. هغه د اختر په مناسبت د افغانانو لپاره د سولې، ثبات او هوساینې هیله کړې ده.

