په ټرمپ مشهوره مېښه له قربانۍ وژغورل شوه

په بنګلهدېش کې یوه مېښه چې پر سر یې زېړ وېښتان لري، په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم په ټولنیزو رسنیو کې پراخ شهرت موندلی دی.
د راپورونو له مخې، دغه مېښه د لوی اختر لپاره د قربانۍ په موخه پلورل شوې وه، خو ځایي چارواکو تېره ورځ د هغې د حلالېدو مخه ونیوله.
سرچینې وایي، پر ټولنیزو شبکو د دې مېښې له ډېر مشهورېدو وروسته پرېکړه شوې چې یاد حیوان به د قربانۍ پر ځای د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکه ښار یوه ژوبڼ ته ولېږدول شي.
یاده مېښه د خپل ځانګړي بڼې او زېړو وېښتانو له امله د خلکو پام ځان ته اړولی او ګڼو کسانو یې انځورونه او ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپرې کړې دي.

