په ټرمپ مشهوره مېښه له قربانۍ وژغورل شوه

په بنګله‌دېش کې یوه مېښه چې پر سر یې زېړ وېښتان لري، په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم په ټولنیزو رسنیو کې پراخ شهرت موندلی دی.

د راپورونو له مخې، دغه مېښه د لوی اختر لپاره د قربانۍ په موخه پلورل شوې وه، خو ځایي چارواکو تېره ورځ د هغې د حلالېدو مخه ونیوله.

سرچینې وایي، پر ټولنیزو شبکو د دې مېښې له ډېر مشهورېدو وروسته پرېکړه شوې چې یاد حیوان به د قربانۍ پر ځای د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکه ښار یوه ژوبڼ ته ولېږدول شي.

یاده مېښه د خپل ځانګړي بڼې او زېړو وېښتانو له امله د خلکو پام ځان ته اړولی او ګڼو کسانو یې انځورونه او ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپرې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا