د حاجیانو شمېر نږدې دوو میلیونو تنو ته رسېدلی

د سعودي عربستان د احصایې عمومي دفتر اعلان کړی چې سږکال د حج مراسمو کې د ګډون کوونکو شمېر له یو میلیون او ۷۰۷ زرو اوښتی دی.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، له دې ډلې څه باندې یو میلیون او ۵۴۶ زره حاجیان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سعودي عربستان ته تللي دي. همداراز، تر ۸۱۳ زرو ډېرې ښځې هم د حج مراسمو کې ګډون لري چې د ښځینه حاجیانو د پام وړ حضور څرګندوي.
سږکال د افغانستان لپاره د حج ځانګړې ونډه ۳۰ زره حاجیان ټاکل شوې وه.
بل لور ته، حاجیانو په مینا کې د سختې ګرمۍ تر سیوري لاندې د شیطان د ډبرو ویشتلو مراسم ترسره کړل. د راپورونو له مخې، د تودوخې درجه تر ۴۲ سانتيګرادو لوړه شوې وه.
سعودي چارواکو حاجیانو ته سپارښتنه کړې چې د اوبو له ډېر استعمال، چترۍ کارولو او د لمر له مستقیمو وړانګو د ځان ساتنې له لارې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

