هرات کې د غنمو حاصلات ۵۰ سلنه زیات شوي

د هرات ځايي مسوولین وایي، سږکال په دې ولایت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه زیات شوي او تمه ده چې ټول تولید به ۶۰۰ زره مټریک ټنو ته ورسېږي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې د معلوماتو له مخې، سږنی کرنیز کال د مناسبو ورښتونو او ښه اقلیمي وضعیت له امله د بزګرانو لپاره ګټور تمام شوی دی. مسوولین وایي، د بارانونو زیاتوالي او د نباتي افتونو د کمښت له امله د للمي او اوبیزو غنمو حاصلات د پام وړ ښه شوي دي.

کروندګر هم د سږني حاصل په اړه خوښي څرګندوي او وایي چې پرله‌پسې ورښتونو د غنمو د ودې لپاره مناسب شرایط برابر کړي، چې له امله به د تېر کال د وچکالۍ زیانونه تر یوه بریده جبران شي.

د کرنې اړوند ادارو د شمېرو له مخې، په هرات ولایت کې سږکال پر شاوخوا ۲۵۰ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي چې له دې ډلې څه باندې ۱۰۰ زره هکټاره للمي ځمکې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا