د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان: له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې شوې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ګډ صندوق په مالي ملاتړ یې د ۲۰۲۵ کال له ویجاړوونکې زلزلې وروسته په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړې دي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې د څارویو درملنه، د اوبو لګولو کانالونو پاکول او د مالدارو کورنیو لپاره د څارویو د خوراکي توکو وېش شامل وو.
سرچینه زیاتوي، دا اقدامات د هغو کورنیو د ژوند او معیشت د خوندي کولو لپاره ترسره شوي چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې وې او د خپلو څارویو او کرنیزو فعالیتونو پر عوایدو متکي دي.
د خوړو او کرنې سازمان ټینګار کړی چې د کرنیزو او مالدارۍ سکټور ملاتړ د زیانمنو کورنیو د اقتصادي ثبات او د ژوند د عادي کېدو لپاره مهم رول لري.

