بنګلور د هند غوره لیګ اتلولي وګټله

د هند غوره لیګ پایلوبه د رایل چلنجرز بنګلور او ګجرات ټایټنز ترمنځ ترسره شوه چې په پای کې بنګلور لوبډلې د بریا په خپلولو سره د سیالیو اتلولي وګټله.

ګجرات ټایټنز بنګلور ته د ۱۵۶ منډو هدف ورکړی و، خو بنګلور لوبډلې ټاکل شوې موخه د لوبې په ۱۸م اوور کې پوره کړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د بنګلور د بریا په ترلاسه کولو کې ویراټ کوهلي مهم رول ولوباوه. نوموړي ۷۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د ګجرات ټایټنز په لیکو کې افغان ستوري راشد خان هم ښه توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول، خو ونه توانېد چې خپله لوبډله له ماتې وژغوري.

دا د رایل چلنجرز بنګلور پرله‌پسې دویمه اتلولي ده چې د لوبډلې او مینه‌والو لپاره یوه مهمه او یادګاره لاسته‌راوړنه بلل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا