میانمار کې چاودنه؛ ۵۵ کسان وژل شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د میانمار په شمالختیځ کې د یوې زورورې چاودنې له امله ۵۵ کسان وژل شوي او له ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، چاودنه د یوه زېرمتون دننه رامنځته شوې چې له امله یې د سیمې خلکو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده. ویل کېږي په دغه زېرمتون کې د ډبرو سکرو کانونو لپاره چاودېدونکي توکي ساتل کېدل.
چارواکو ویلي چې پېښه ناڅاپي رامنځته شوې او د مرګژوبلې شمېر د زیاتېدو احتمال شته.
د میانمار حکومت د پېښې په اړه د پراخو څېړنو امر کړی او ټینګار یې کړی چې د زېرمتون او ودانۍ مسوولین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
میانمار له هغو هېوادونو څخه دی چې د کانونو په برخو کې وخت ناوخت ورته خونړۍ پېښې پکې رامنځته کېږي.

