میانمار کې چاودنه؛ ۵۵ کسان وژل شوي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د میانمار په شمال‌ختیځ کې د یوې زورورې چاودنې له امله ۵۵ کسان وژل شوي او له ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د یوه زېرمتون دننه رامنځته شوې چې له امله یې د سیمې خلکو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده. ویل کېږي په دغه زېرمتون کې د ډبرو سکرو کانونو لپاره چاودېدونکي توکي ساتل کېدل.

چارواکو ویلي چې پېښه ناڅاپي رامنځته شوې او د مرګ‌ژوبلې شمېر د زیاتېدو احتمال شته.

د میانمار حکومت د پېښې په اړه د پراخو څېړنو امر کړی او ټینګار یې کړی چې د زېرمتون او ودانۍ مسوولین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

میانمار له هغو هېوادونو څخه دی چې د کانونو په برخو کې وخت ناوخت ورته خونړۍ پېښې پکې رامنځته کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا