پروان کې ترافیکي پېښه؛ ۸ کسان مړه او ۱۶ ټپیان شوي

د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د ځایي مسوولینو په وینا، پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې یو «فلاینګ کوچ» ډوله مسافر وړونکی موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

سرچینې وایي، د پېښې قربانیان د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د مړو او ټپیانو ترمنځ څلور ماشومان هم شامل دي. ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

مسوولین د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه بې‌احتیاطي، چټک تګ، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بولي او له موټرچلوونکو غواړي چې د سفر پر مهال د احتیاط څخه کار واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا