جرمني ته د افغانانو کډوالي ۴۱ سلنه کمه شوې

د جرمني د احصایې فدرالي دفتر د تازه شمېرو له مخې، تېر کال جرمني ته د افغانانو خالصه کډوالي ۴۱ سلنه کمه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، جرمني ته د افغان کډوالو خالص شمېر شاوخوا ۱۹ زره کسانو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د هېواد ټولیز خالص مهاجرت هم د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه راکم شوی دی.

راپور زیاتوي چې د افغانستان، سوریې او اوکراین په ګډون له څو هېوادونو د کډوالو د ورتګ په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی، چې له امله یې جرمني ته د مهاجرت عمومي شمېر هم ټیټ شوی دی.

جرمني په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو له مهمو مقصدونو څخه ګڼل کېده، خو تازه ارقام ښيي چې دغه هېواد ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر د پخوا په پرتله کم شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا