حقاني او وثیق د سوریې له امنیتي چارواکو سره لیدلي

د طلوعنیوز د راپور له مخې، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د حج مراسمو په څنډه کې د سوریې له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره لیدلي دي.
سرچینې وایي، په دې لیدنه کې د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس حسن خطاب او د استخباراتو رییس حسین سلامه هم حاضر وو، او دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا او د ګډو همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي، په خبرو کې د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د سیمهییزو اړیکو د پراخولو پر لارو چارو هم بحث شوی دی.
دغه لیدنه د حج د مراسمو په څنډه کې ترسره شوې، چې پکې د اسلامي هېوادونو د یو بل ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د همغږۍ د زیاتوالي پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

