خوست کې توپان او ږلۍ کرنیزو ځمکو او کورونو ته زیانونه اړولي

د خوست ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سخت توپان، شدیدو ورښتونو او ږلۍ له امله کرنیزو ځمکو، میوه لرونکو ونو، لمریزې برېښنا سیستمونو، موټرو او استوګنیزو کورونو ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، د نن ورځې توپاني ورښتونو له امله ځینو عامه او خصوصي تاسیساتو ته هم زیان رسېدلی او د ښکلا او اقراء راډیوګانو پایې، تخنیکي وسایل او د دفترونو ځینې برخې هم اغېزمنې شوې دي.

د مسوولینو په وینا، د اوښتو زیانونو د ارزونې چارې روانې دي او اړوند ادارې هڅه کوي د زیانمنو سیمو بشپړ معلومات راټول او لازم اقدامات ترسره کړي.

خوست له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو اوونیو کې د موسمي ورښتونو او سختو بادونو له امله له طبیعي پېښو سره مخ شوی، چې کرنیز سکتور او د خلکو شتمنۍ یې اغېزمنې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا