پاکستان ته د ۴۳ کیلو ښځینه وېښتانو د قاچاق مخه ونیول شوه

سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولایت په مهمندرې، هسکې مېنې او پچیراګام ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د قاچاق وړ توکو یوه اندازه محموله نیولې ده.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د خبرپاڼې له مخې، په نیول شویو توکو کې ۸ پیټۍ امونه، ۱۵ د تراکتور موټرو ګازکیټونه، ۴۳ کیلوګرامه ښځینه ویښتان او ۴۹۰ پاکټه درمل شامل دي.

مسوولین وایي، قاچاق‌کوونکو هڅه کوله چې ښځینه ویښتان او د تراکتور ګازکیټونه پاکستان ته او خوراکي توکي او درمل افغانستان ته په غیرقانوني ډول ولېږدوي، خو د سرحدي ځواکونو له لوري ونیول شول.

د خبرپاڼې له مخې، د نیول شویو توکو په تړاو اړینې قانوني چارې روانې دي او امنیتي ځواکونه د قاچاق د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا