په دوو میاشتو کې له ۵ زرو ډېر بهرنیان افغانستان ته راغلي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۵ زره او ۷۵۶ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.
د ادارې د معلوماتو له مخې، په حمل او ثور میاشتو کې ۲ زره او ۹۹۵ بهرني وګړي هېواد ته داخل شوي او ۲ زره او ۷۶۱ نور له افغانستانه وتلي دي.
راپور زیاتوي چې له راغلو بهرنیانو څخه ۳۷۰ تنه د تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې لپاره او پاتې نور د کار او سوداګریزو موخو لپاره افغانستان ته راغلي وو.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په یاده موده کې تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز، هرات، اقینې، اشکاشم او حیرتان بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي، چې دا چاره د سوداګریزو او سیاحتي تګ راتګونو د دوام څرګندونه کوي.

