ترمذ کې د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال نړیوال کنفرانس پیلېږي

نن (پنجشنبه) د اوزبیکستان په کوربهتوب د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال دویم نړیوال کنفرانس په ترمذ ښار کې پیلېږي او ټاکل شوې ده چې د جون تر شپږمې نېټې دوام وکړي.
د راپورونو له مخې، په دې کنفرانس کې به د سیمهییز اتصال، اقتصادي همکاریو، ترانزیټ، امنیتي مسایلو، اقلیمي بدلونونو او له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه وشي.
افغانستان ته په استازیتوب د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي ګډون کړی دی. نوموړي له کنفرانس مخکې د اوزبیکستان د ټرانسپورټ او ریل پټلۍ له وزیر سره هم کتلي او د ترانزیټي اسانتیاوو، ټرانسپورټي همکاریو، لوژستیکي زېربناوو او د افغان سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو د حل په اړه یې خبرې کړې دي.
د سرچینو په وینا، افغان پلاوی به د یاد کنفرانس ترڅنګ په یو شمېر نورو اقتصادي او سوداګریزو غونډو کې هم ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.

