ملوني: د افغانانو د وژنې پېښه وحشتناک جنایت دی

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني په هغه پېښه کې چې درې افغانان او یو بل کس پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی، ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا یې «وحشتناک جنایت» بللی دی.
ملوني ویلي، ایټالیايي حکومت به د پېښې په اړه هر اړخیزې او بېپرې څېړنې ترسره کړي او عاملین به عدالت ته وسپاري. نوموړې د قربانیانو له کورنیو سره هم خواخوږي ښودلې او دغه پېښه یې دردناکه بللې ده.
تر دې وړاندې اسلامي امارت هم دا پېښه په کلکه غندلې وه او له ایټالیايي چارواکو یې غوښتي وو چې د پېښې عاملین ژر تر ژره وپېژني او قانوني چلند ورسره وکړي.
د یادونې وړ ده چې په ایټالیا کې د درېیو افغانانو په ګډون څلور کسان په یوې خونړۍ پېښه کې وژل شوي، چې د دې پېښې څرنګوالي د پراخو غبرګونونو لامل شوی دی.

