د غزني سلطان بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې

د غزني ولایت د سلطان ذخیروي او اوبو لګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې دي.

د غزني د ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې مسؤلینو ویلي، دا چاره د کانالونو د اوبو ټولنو له مسؤلینو سره په همغږۍ ترسره شوې، څو کروندګر د کرنې په روان موسم کې له کافي اوبو برخمن شي او خپلو کرنیزو فعالیتونو ته په ښه ډول دوام ورکړي.

مسؤلینو زیاته کړې چې د اوبو عادلانه وېش او اغېزمن مدیریت د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې مهم رول لري. همداراز کروندګرو ته سپارښتنه شوې چې د اوبو د سپما او منظمې استفادې له لارې د شته اوبو سرچینې په غوره توګه وکاروي.

د یادونې وړ ده چې د اوبو خوشې کېدل به د غزني په بېلابېلو سیمو کې د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه برابره او د کرنیزو حاصلاتو په ښه والي کې مرسته وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا