د غاښونو سیم پیچ کول: د ښکلا ترڅنګ د غاښونو د ساتنې درملنه

په ځینو مواردو کې د غاښونو بې‌نظمي او د ژامې ستونزې یوازې ظاهري موضوع نه وي، بلکې د خوړلو، خبرو کولو او عمومي روغتیا پر کیفیت هم اغېز کوي. د غاښونو متخصصان وایي چې د دغو ستونزو د اصلاح لپاره ارتوډنسي له تر ټولو عامو درملیزو لارو څخه ده.

د کابل یوه ۱۷ کلنه اوسېدونکې صدف وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې د غاښونو د بې‌نظمۍ د درملنې لپاره ارتوډنسي پیل کړې ده او اوس یې نه یوازې غاښونه منظم شوي، بلکې د خوړلو او خبرو کولو ستونزې یې هم ښه شوې دي. نوموړې وايي: «درې کاله کېږي چې ډاکټر مې پر غاښونو سیمونه لګولي دي. پاملرنې او پاکوالي ته اړتیا لري، خو اوس مې غاښونه منظم شوي، ښه خواړه ژولای شم او ښه خبرې هم کولای شم.»

د غاښونو د بې‌نظمۍ، د ژامې ستونزې او د ژولو اختلالات هغه عامې ستونزې دي چې ډېر خلک ورسره مخ دي. متخصصان وایي ارتوډنسي د دغو ستونزو د درملنې ترڅنګ د غاښونو د ښکلا او سالم فعالیت لپاره اغېزمنه لاره ده.

د غاښونو یو متخصص ډاکټر احمد نثار فروتن وایي ارتوډنسي د سټوماتولوژۍ یوه برخه ده او د درملنې اصلي موخه د غاښونو د جوړښت سمون او د هغوی د دندې بېرته عادي کول دي. د هغه په وینا بې‌نظمه غاښونه د خرابېدو له خطر سره مخ وي او د ژولو وړتیا هم کموي.

نوموړی زیاتوي د درملنې موده د ستونزې له ډول، د ناروغ له عمر او د همکارۍ له کچې سره تړلې ده. که یوازې د یو یا څو غاښونو تنظیم ته اړتیا وي، پایله ژر ترلاسه کېدای شي، خو د ټولو غاښونو د تنظیم په صورت کې درملنه له څو میاشتو تر څو کلونو پورې دوام کولی شي.

ډاکټر فروتن وایي که څه هم ارتوډنسي په کم عمر کې ښه نتیجه ورکوي، خو لویان هم ترې ګټه اخیستلای شي. د هغه په خبره، د عامه پوهاوي کچه لا هم ټیټه ده او په ډېرو سیمو کې د دې برخې متخصصین کم دي.

د کابل یو ۳۳ کلن اوسېدونکی عارف وایي، مخکې یې فکر کاوه ارتوډنسي یوازې د ښکلا لپاره ده، خو وروسته پوه شو چې د غاښونو د ګڼو ستونزو درملنه هم کوي. نوموړی وایي: «څو غاښونه مې کږ وو، ډاکټر ته لاړم او راته یې وویل چې د سیمونو په وسیله تنظیم ته اړتیا لري.»

متخصصان ارتوډنسي په دوو ډولونو وېشي: ثابته ارتوډنسي چې پکې سیمونه او براکېټونه پر غاښونو لګول کېږي، او متحرکه ارتوډنسي چې ناروغ کولای شي وسیله په ټاکلو وختونو کې وباسي او وکاروي.

د دوی په وینا د دې درملنې لګښت د ستونزې له ډول سره تړاو لري او عموماً له شاوخوا شلو زرو افغانیو پیلېږي. په ځینو هېوادونو کې د روغتیايي بیمو له لوري دا لګښت هغه مهال پوښل کېږي چې درملیز اړخ ولري، په ځانګړي ډول د کم عمره کسانو لپاره.

متخصصان ټینګار کوي چې د غاښونو د روغتیا ساتنه او پر وخت درملنه نه یوازې د ښکلا، بلکې د عمومي روغتیا لپاره هم اړینه ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا