حامد کرزی: د هرات وروستۍ پېښې دې د ارامۍ او تفاهم له لارې مدیریت شي

د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي، په هرات کې د وروستیو پېښو او رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي چې افغانه ټولنه تر بل هر وخت ارامۍ، یووالي، متقابل درناوي او له خوښۍ ډک ژوند ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی چې د هېواد د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو عزت، کرامت او درناوی باید په بشپړه توګه خوندي وساتل شي او په خپل هېواد کې ورته د باعزته او باوقاره ژوند مناسب شرایط برابر شي.

حامد کرزي زیاته کړې چې د افغانستان د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره د ملي یووالي، زغم او متقابل تفاهم پیاوړتیا اړینه ده. د نوموړي په وینا، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ همغږي او یو بل ته درناوی کولای شي د هېواد د لا ښه راتلونکي لپاره زمینه برابره کړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې ټولې چارې د ارامۍ، تفاهم او ورورولۍ په فضا کې مدیریت شي، څو هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ پر لور خپل مزل په بریالیتوب سره دوامدار وساتي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا