مولوي ذبیح الله مجاهد: د پاکستان د وروستیو کړنو پر وړاندې به مناسب دریځ ونیول شي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو یې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې له امله یې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری شهیدان شوي او ۱۴ نور کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف عمل بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ نه دي او دا ډول کړنې د سیمې ثبات او امنیت ته زیان رسوي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې د هېواد د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د امنیت ساتنه یو اساسي اصل دی او د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول برید د اندېښنې وړ ګڼل کېږي.

تر اوسه د دغو بریدونو په اړه د مرګ‌ژوبلې وروستۍ شمېرې او نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د سیمې اوسېدونکي د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا