حامد کرزی: پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې د جګړې او ویجاړۍ سیاست پرېږدي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ترسره شویو هوايي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا بریدونه یې په سختو ټکو غندلي دي.
ښاغلي کرزي ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو په نښه کېدل د خواشینۍ وړ دي او د هر ډول تاوتریخوالي دوام د سیمې د خلکو پر ژوند او ثبات منفي اغېزې کوي. نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني شریکه کړې او د شهیدانو لپاره یې د الله تعالی له دربار څخه د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کړې ده.
پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د افغانستان پر وړاندې د زور، جګړې او ویجاړۍ تګلارې د ستونزو حل نه شي کېدای او د سیمې هېوادونه باید خپلې اړیکې د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او ګډو ګټو پر بنسټ تنظیم کړي.
حامد کرزي همداراز ویلي چې د سیمې ثبات، امنیت او پرمختګ د همکاریو، تفاهم او مثبتو اړیکو له لارې تأمینېدای شي او اړینه ده چې د شخړو پر ځای د خبرو اترو او تفاهم لاره غوره شي.
نوموړي له پاکستان غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې له داسې کړنو لاس واخلي او د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو، سولې او ثبات لپاره د متمدنو او رغنده اړیکو پیاوړتیا ته پاملرنه وکړي.

