ملګرو ملتونو؛ د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې د ۱۳ ملکي وګړو د شهادت پخلی وکړ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرحان حق، د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د ترسره شویو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپورونه تایید کړي دي.

نوموړي په یوې خبري غونډه کې ویلي چې د دغو بریدونو پر مهال ملکي کورونه په نښه شوي، چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند د یادو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو خوندیتوب باید په هر ډول شرایطو کې تضمین شي. هغه له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو درناوی وکړي او د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو له په نښه کولو څخه ډډه وکړي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر استوګنیز کورونه زیانمن شوي او ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده. تر اوسه د زیانونو د کچې او نورو جزییاتو په اړه د ارزونې بهیر دوام لري.

د ملګرو ملتونو دغو څرګندونو یو ځل بیا د ملکي وګړو د خوندیتوب پر اهمیت ټینګار کړی او له ټولو اړخونو یې غوښتي چې د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي او د بشري اصولو رعایت ته ژمن پاتې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا