بلال کریمي: افغانستان د سیمهییز اتصال او اقتصادي همکاریو مهم محور دی

په چین کې د افغانستان سفیر، مولوي بلال کریمي، د «چین ـ جنوبي اسیا همکاریو» اووم فورم کې د ګډون پر مهال له چین او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، پانګونې او سیمهییز اتصال د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.
نوموړي په خپله وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشرۍ د امنیتي ثبات ټینګښت او اقتصادمحوره تګلارو د پانګونې لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي او دا وضعیت کولی شي د ګډو اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.
مولوي بلال کریمي افغانستان د سیمې د اتصال مهم محور بللی او ټینګار یې کړی چې هېواد د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سیمهییزې سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکارۍ په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
هغه هیله څرګنده کړې چې له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره به اقتصادي اړیکې، سوداګریزې راکړې ورکړې او ګډې پراختیایي پروژې لا پراخې شي، څو د سیمې د اقتصادي ودې او متقابلو ګټو لپاره اغېزمن فرصتونه رامنځته شي.

