پنجشېر کې «ګرین ګارنت» د قیمتي ډبرو په لېست کې شامل شوه

د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مشهورو زمردو او بیروج ډبرو ترڅنګ «ګرین ګارنت» هم د ګرانبیه او اقتصادي ارزښت لرونکو کانیزو ډبرو په ډله کې ثبت شوې ده.

د پنجشېر ولایت د مقام ویاند، سیف‌الدین لټون، ویلي چې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او د کانونو او پټرولیم وزارت تر همغږۍ لاندې د کانونو د استخراج او پراختیا چارې لا چټکې شوې دي.

د نوموړي په وینا، دا مهال په پنجشېر کې د زمردو، بیروج او ګرین ګارنت ترڅنګ شاوخوا ۱۵ ډوله قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې تثبیت شوې دي چې د یو شمېر کانونو د استخراج چارې یې هم روانې دي.

مسوولین باور لري چې د کانونو د استخراج پراختیا به د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د ملي عوایدو د لوړېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي او د پنجشېر د کانیزو سرچینو اقتصادي ارزښت به لا څرګند کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا