هند د افغانستان پر وړاندې لومړی توپاچونه غوره کړه

د افغانستان او هند د ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هند لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپاچونې پرېکړه کړې ده.
دا لوبه چې د باران له امله له خپل ټاکلي وخت شاوخوا پنځه ساعته وروسته پیل شوې، د اورښت د اغېز له امله د ۵۰ اورونو پرځای ۲۵ اورونو ته راکمه شوې ده.
د لوبې تنظیموونکو ویلي چې د میدان شرایطو د بدلون له امله د اورونو شمېر کم شوی، څو سیالي په عادلانه او منظم ډول ترسره شي.
یاده لوبه د دواړو لوبډلو لپاره د درېیو سیالیو د لړۍ مهمه برخه ګڼل کېږي، چې پایلې یې د راتلونکو لوبو په تګلوري هم اغېز لرلی شي.

