غزني کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي

د غزني ولایت د مرکز اړوند «روضه کوتل» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله دوه کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پېښه د باروړونکي او ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د مسوولینو په وینا، په ټپیانو کې ۱۱ ښځې هم شاملې دي او ټول ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینې وایي، د پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې او د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
په هېواد کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي یو شمېر عوامل د چلوونکو بېاحتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بلل کېږي. مسوولین له چلوونکو د احتیاط غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې د مسافرو ژوند ته باید جدي پام وشي.

