کابل کې د مسلکي غلو اته کسیز بانډ نیول شوی

د کابل امنیې قوماندانۍ اړوند د دیارلسمې حوزې امنیتي ځواکونو د مسلکي غلو یو بانډ نیولی دی.
د یادې قوماندانۍ د دیارلسمې حوزې امر شمسالله حماد وایي، په دې عملیاتو کې اته تنه مظنونین نیول شوي چې د همدې حوزې په بېلابېلو سیمو کې یې غلاوې کولې.
نوموړي ویلي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د جرمونو د مخنیوي په برخه کې یې مؤثر عملیات ترسره کړي دي.
د ښاغلي حماد په وینا، له نیول شویو کسانو سره دوه میله وسلې او یو شمېر غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي دي.
امنیتي ځواکونو ویلي، د یادو کسانو د دوسیو د لا څېړنې لپاره لازم اقدامات روان دي او د اسلامي امارت عدلي او قضایي ارګانونو ته به وسپارل شي.

