د مس عینک پروژې د چټک تطبیق پر اړتیا ټینګار شوی

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي چارو ادارې له جنرال قونسل «وې هو اشیانګ»، په کابل کې د چین له سفیر، د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له مرکزي او د افغانستان برخې له مسوولینو او مل پلاوي سره کتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، جنرال قونسل په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ لرغونې او دوستانه اړیکې ارزښتناکې بللې او د مس عینک پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې کړې دي.

سرچینې زیاتوي چې د پلاوي له لوري د مس عینک پروژې د پرمختګونو، ستونزو، اړتیاوو او وړاندیزونو په اړه معلومات وړاندې شوي او اړوند موضوعات د وزارت له مشرتابه سره شریک شوي دي.

په دې کتنه کې عبدالرحمن قانت ویلي چې د مس عینک پروژه د دواړو هېوادونو او د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي د دې پروژې د ژر عملي کېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د بشپړ تطبیق پر وړاندې هېڅ ډول اساسي ستونزه شتون نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا