مولانا فضل الرحمن: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپله پالیسي له سره وڅېړي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي چې د پاکستان حکومت باید د افغانستان په اړه خپله پالیسي او تګلاره له سره وڅېړي او د شته ستونزو لپاره عملي او رغنده بدلونونه راولي.
نوموړي له اسلاماباده غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه د زور پر ځای د ډیپلوماټیکو هڅو او خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل لاره خپله کړي او ټینګار یې کړی چې پاکستان یو امن او باثباته ګاونډي ته اړتیا لري.
مولانا فضل الرحمن ویلي چې د سیمې د نورو کړکېچونو په څېر باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل هم د تفاهم او خبرو له لارې حل شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه شي او د ګډو ګټو زمینه برابره شي.
هغه تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلارو نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې د اړیکو خرابوالی د دواړو هېوادونو په زیان تمامېږي.
په همدې حال کې یو شمېر نورو پاکستاني سیاستوالو هم د اسلاماباد د تګلارو پر بیاکتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اړیکو د ترینګلتیا دوام د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي.
یادونه دا ده چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په برخه کې کړکېچونه زیات شوي، چې پکې د سرحدي ستونزو او هوايي بریدونو راپورونه هم ورکړل شوي دي. افغانستان تل د متقابل احترام او خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده، خو په مقابل کې وضعیت لا هم ترینګلی پاتې شوی دی.

