یونسکو: وچکالي د نړۍ له جدي چاپېریالي ننګونو څخه ده

یونیسکو د صحرايي کېدو او وچکالۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ځمکې تخریب او د وچکالۍ پراخېدل د نړۍ له مهمو چاپېریالي ننګونو څخه دي او د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

دغه سازمان په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د طبیعي سرچینو ساتنه او د ځمکې د تخریب مخنیوی د پایدارې پراختیا لپاره مهم اصل دی.

یونیسکو خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلون او د سرچینو ناسم استعمال له امله د وچکالۍ او صحرايي کېدو زیاتوالی د میلیونونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کوي، په ځانګړې توګه په کم‌عاید لرونکو هېوادونو کې.

دغه سازمان ویلي چې د اوبو مدیریت او د ځمکې ساتنې پروګرامونه باید پیاوړي شي او د وچکالۍ د اغېزو د کمولو لپاره ملي او نړیوالې هڅې زیاتې شي.

د صحرايي کېدو او وچکالۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ هر کال د جون په ۱۷مه نمانځل کېږي، چې موخه یې د دې ستونزې په اړه نړیوال پوهاوی لوړول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا