بلخ حوزوي روغتون کې د ملاریا د تشخیص مجهز لابراتوار فعال شو

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د بلخ ولایت په حوزوي روغتون کې د ملاریا ناروغۍ د تشخیص لپاره یو مجهز لابراتوار فعال او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د وزارت په وینا، دغه لابراتوار به د ملاریا ناروغۍ په دقیق او پر وخت تشخیص، د ناروغانو په معیاري درملنه او د روغتیايي خدمتونو په کیفیت لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
خبرپاڼه زیاتوي، د یاد لابراتوار په فعالېدو سره به د ناروغانو معاینات په چټک، دقیق او باوري ډول ترسره کېږي او ورسره به د ملاریا ناروغۍ د پېښو د ثبت، څارنې او کنټرول بهیر هم لا پیاوړی شي.
مسوولین وایي، د روغتیايي خدمتونو پراختیا او د تشخیص امکاناتو پیاوړتیا د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، څو هېوادوالو ته معیاري او اغېزمن روغتیايي خدمات وړاندې شي.

