د ګرمسېرو ولایتونو د څوارلسمو ټولګیو فارغانو ازموینه د چنګاښ په پنځمه اخیستل کېږي

د اسلامي امارت د ازموینو عمومي ادارې اعلان کړی چې د هېواد د ګرمسېرو ولایتونو، په شمول د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز د څوارلسمو ټولګیو د فارغانو ازموینه به د چنګاښ په پنځمه نېټه د یادو ولایتونو په پوهنتونونو کې واخیستل شي.
د یادې ادارې ویاند ناصرخان شېرزي ویلي، د ازموینې ټول ګډونوال باید په ټاکلي وخت خپلو ازموینیزو مرکزونو ته حاضر شي او د ازموینې اړوند اصول او لارښوونې په پام کې ونیسي.
نوموړي زیاته کړې چې هغه ګډونوال چې په دې ازموینه کې بریالي شي، د لوړو زده کړو د ۱۴۰۵ کال د جذب بهیر کې به شامل او د خپلو زده کړو د دوام فرصت به ترلاسه کړي.
د ازموینو عمومي اداره وایي، د ازموینو بهیر د شفافیت، عدالت او غوره تنظیم په موخه د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره کېږي، څو مستحق زدهکوونکي د لوړو زده کړو بنسټونو ته لار ومومي.

