د اوزبېکستان کرېکټ ملي لوبډله افغانستان ته راځي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د اوزبېکستان کرېکټ ملي لوبډله به د روان کال د شپږیزې لیګ سیالیو پر مهال خوست ولایت ته سفر وکړي او له افغان یوولس (افغان ایکس آی) لوبډلې سره به دوستانه لوبه ترسره کړي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د جولای میاشتې په لسمه نېټه د خوست په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

مسوولین وایي، د دې لوبې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ اړیکو پیاوړتیا، د لوبغاړو د تجربو تبادله او د سیمې په کچه د کرېکټ ودې ته زمینه برابرول دي.

ټاکل شوې چې د اوزبېکستان ملي لوبډله د یادې سیالۍ لپاره خوست ته راشي، په داسې حال کې چې د شپږیزې لیګ سیالۍ هم په همدې ولایت کې د هېواد د مخکښو لوبغاړو او کورنیو لوبډلو په ګډون روانې وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا