کابل کې له زرګونو نشه‌يي ګولیو سره درې کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې او بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې د نشه‌يي توکو او الکولي مشروباتو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۸۲ زېکپ ګولۍ او یو شمېر نور نشه‌يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه هم موندل شوې او ۲۴ لیټره الکولي مشروبات ترې ترلاسه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د یادې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشه‌يي توکو او نورو ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې مبارزه په جدي توګه دوام لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا