په کوټه ښار کې مخابراتي شبکې په موقتي ډول بندې شوې

د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې چارواکو د امنیتي تدابیرو د یوې برخې په توګه مخابراتي شبکې په موقتي ډول بندې کړې دي، چې له امله یې د موبايل ټیلیفوني اړیکې درېدلې دي.

چارواکي وایي، دا پرېکړه د محرم الحرام د مراسمو د امنیت د تأمین لپاره شوې او د احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه عملي شوې ده.

د بلوچستان د کورنیو چارو اړوند مسؤولینو له خلکو د رامنځته شویو ستونزو له امله بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې د موبايل شبکو بندیز به تر نن شپې پورې دوام ولري.

د امنیتي ادارو په وینا، یاد اقدام د عامه امنیت د ساتنې او د مراسمو د خوندي ترسره کېدو لپاره ترسره شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا