په ایران کې د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې وشوې

په ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست، مولوي فضل‌محمد حقاني، د ایران د سترې محکمې له رئیس جعفر منتظري سره د افغان کډوالو، بندیانو او سوداګرو پر ستونزو خبرې کړې دي.

په ایران کې د افغانستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د افغان بندیانو د وضعیت، د افغان سوداګرو د بانکي حسابونو د بندېدو او په ایران کې د مېشتو افغان وګړو د نورو حقوقي او اداري ستونزو د هواري پر لارو چارو مفصل بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا او په ایران کې د افغان اتباعو ستونزو ته د لا زیاتې پاملرنې او اغېزمنې رسېدنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا