افغان ځوان پر موټرسایکل د افغانستان ټولو ۳۴ ولایتونو ته سفر بشپړ کړ

افغان ځوان سید سجاد سادات د موټرسایکل په وسیله د هېواد ټولو ۳۴ ولایتونو او له ۸۰ څخه ډېرو ولسوالیو ته له شاوخوا شپږ میاشتني سفر وروسته خپل مزل په لوګر ولایت کې پای ته ورساوه.
سید سجاد سادات ویلي، د هېواد اوسني امنیتي وضعیت ورته زمینه برابره کړه چې دا اوږد سفر په بریالیتوب ترسره کړي او د افغانستان بېلابېلې طبیعي، تاریخي او فرهنګي سیمې له نږدې وګوري.
بل لور ته، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي ثوابجان اسلامیار، د نوموړي هڅه ستایلې او ویلي یې دي چې د هېواد د امنیت له برکته کورني او بهرني سیلانیان کولای شي په ډاډه زړه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو او سیاحتي سیمو ته سفر وکړي. هغه ټینګار کړی چې دا ډول سفرونه د هېواد د ګرځندوی ودې او د افغانستان د مثبت انځور په معرفي کولو کې مهم رول لري.

