سرحدي پولیسو په یوه اوونۍ کې له درې ټنه ډېر نشه‌يي توکي کشف کړي

د سرحدي پولیسو لوی ریاست خبر ورکړی چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د کشفي عملیاتو پر مهال د کندهار نړیوال هوايي ډګر کې درې زره او ۱۱۰ کیلوګرامه د «اومان» په نوم نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړي دي.

یاد ریاست ویلي، په همدې موده کې د کابل نړیوال هوايي ډګر او د اسلام‌کلا او سپین‌بولدک په کمېساریو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۴۵ کسان نیول شوي دي. د معلوماتو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه اته تنه د جعل او تزویر، ۳۲ تنه له هېواده ایستل شوي (ډیپورټ شوي) کسان او پنځه تنه د نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

سرحدي پولیسو همداراز ویلي، د اسلام‌کلا په کمېسارۍ کې یې د ۹۴۰ میلیونه ایراني تومانو د قاچاق مخه نیولې او نیول شوې پیسې یې د نافذه قوانینو له مخې اړوندو ادارو ته سپارلې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا