افغانستان او قزاقستان د علمي او ستراتیژیکو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز پلاوي، قزاقستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د یاد هېواد له مخکښو څېړنیزو مرکزونو سره د علمي همکاریو، دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییز اتصال په اړه تخصصي خبرې کړې دي.
د یاد مرکز د معلوماتو له مخې، پلاوي په آستانه کې د قزاقستان د ولسمشرۍ اړوند د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ او د «پرانېستې نړۍ» خصوصي څېړنیز مرکز له مسوولینو سره د ټرانسپورټي دهلېزونو، افغان ټرانس پروژې او نورو مهمو سیمهییزو اقتصادي او ترانزیټي موضوعاتو په اړه مفصل بحثونه کړي دي.
دواړو لورو د علمي او څېړنیزو همکاریو پر لا پراختیا او دوام ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دغو بحثونو پایلې به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د علمي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره اغېزمنې تمامې شي.

