د آیت‌الله سید علي خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي هم ګډون کوي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، حافظ ضیااحمد تکل، ویلي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي به د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د اعلان شوې برنامې له مخې، د شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي د جنازې او تدفین مراسم به په څو پړاوونو کې په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره شي. ټاکل شوې چې د الوداع مراسم په تهران کې ترسره شي، ورپسې به د جنازې لمونځ او اصلي مراسم ترسره او په پای کې به ارواښاد د مشهد په ښار کې د حضرت امام رضا (ع) په سپېڅلي زیارت کې خاورو ته وسپارل شي.

تمه کېږي چې په دغو مراسمو کې به د ایران لوړپوړي ملکي او پوځي چارواکي، د بېلابېلو هېوادونو رسمي استازي، دیني شخصیتونه او په میلیونونو خلک ګډون وکړي، او دا به د ایران په وروستیو کلونو کې له سترو سیاسي او مذهبي مراسمو څخه وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا