د یمن صدراعظم: شهید آیت‌الله خامنه‌یي د معاصر تاریخ له اغېزناکو رهبرانو څخه و

د یمن د حکومت سرپرست صدراعظم، محمد مفتاح، د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود، شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي د شخصیت او مبارزې ستاینه کړې او هغه یې د معاصر تاریخ له اغېزناکو او بې‌سارو رهبرانو څخه بللی دی.

نوموړي ویلي، د شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي ملاتړ یوازې تر ایران او سیمې محدود نه و، بلکې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې د آزادۍ غوښتونکو خوځښتونو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره مهم رول ادا کړی و.

محمد مفتاح همداراز ټینګار کړی چې شهید حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌یي د مقاومت د محور په بنسټ اېښودنه او پیاوړتیا کې محوري ونډه لرله او د هغه د رهبرۍ پر مهال د ایران اسلامي جمهوریت د مقاومت د خوځښتونو په ملاتړ کې مهم او اغېزناک رول ترسره کړی دی.

هغه زیاته کړې چې یمن هم ځان د مقاومت د محور برخه ګڼي او باور لري چې دغه محور ورځ تر بلې پراخېږي او په سیمه‌ییزو او نړیوالو معادلو کې خپل اغېز لا زیاتوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا