کورنیو چارو وزارت: په څلورو ولایتونو کې شپږ غله نیول شوي

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا کشفي او امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې شپږ تنه د غلا په بېلابېلو قضیو کې نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په هرات ولایت کې یو تن د دوو موټرو د غلا، په جوزجان ولایت کې درې تنه د یوه استوګنیز کور د لوټلو، په پکتیکا ولایت کې یو تن او په دایکندي ولایت کې یو بل کس د موټرسایکل د غلا په تور نیول شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویلي، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني اجراآتو لپاره اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي. وزارت ټینګار کړی چې د خلکو د امنیت، مالونو او عامه نظم د خوندي ساتلو لپاره به د جرمونو پر وړاندې مبارزه په جدي توګه دوام ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا