هلمند کې درې تاریخي دېګونه موندل شوي

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د بُست کلا سیمې په یوه هدیره کې درې تاریخي دېګونه موندل شوي دي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، دغه تاریخي اثار د سیمې اوسېدونکو د قبرکیندنې پر مهال موندلي او د ساتنې او ثبت لپاره یې د تاریخي آثارو د ساتنې ۰۱۲ قطعې ته سپارلي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د تاریخي آثارو ساتنه د هېواد د فرهنګي او تاریخي میراث د خوندي کولو مهمه برخه ده او له هېوادوالو یې غوښتي چې د ورته آثارو د موندلو په صورت کې یې له شخصي ساتلو یا لېږدولو ډډه وکړي او اړوندو ادارو ته یې وسپاري.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په هلمند ولایت کې بېلابېل تاریخي اثار موندل شوي وو، چې د ساتنې او قانوني ثبت په موخه اړوندو مسوولو ادارو ته سپارل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا